سپین غر پيښور-په قبايلي سيمې مومندو ايجنسۍ کې نن له غرمې وروسته په دوو ځانمرګيو بريدونو کې دامن جرګې د مشر په ګډون ٤۵تنه وژل شوي او له ٧٠ زيات ټپيان شوي دي.



دغه ځانمرګي بريدونه په مومندو ايجنسۍ کې د دولت د استازي دفتر ته څېرمه د همدې ايجنسۍ په مرکز غلنۍ کې په داسې حال کې وشول، چې د لسګونو قبايلو په ګډون هلته د امن د جرګې غونډه روانه وه.



تر اوسه پورې ددې بریدونو د مسولیت پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې ولې ګومان دي چې پاکستاني وسلوال طالبان به یې تر شا لاس ولري .