+ Reply to Thread
Results 1 to 3 of 3
  1. #1
    Join Date
    May 2006
    Location
    PakhtunLand
    Posts
    2,208

    Default Peshawar Sky weep, Khans loose Baacha

    ډاکټر خورشيد عالم د ليکوال مجلې په تازه ګڼه کښې ' د سياسي حمام بربنډ' په عنوان يو مضمون ليکلے دے، ده هغې نه يو دوه اقتباسات راوړم

    يو ډېر ذمه وار ا د کور نه خبر مشر راته وئېل چې مونږ درې کسان لرو چې رشوت (بډې) نه اخلي، بشيربلور، مېاافتخارحسېن او ايوب اشاړے
    لکه چې تندر راباندې راخلاض شي،
    او بيا د هغه بل تندر داوۀ، چې مونږ ځانونه د مسلم ليګيانو نه هم کم ظرفه ثابت کړي دي
    ماته د باچا خان د صوابۍ تقرير راياد شو چې ئې وئېل ' ماته باچا خان مه وائۍ،' زه به هلۀ باچا ووم چې تاسو خانان وے او ورسره راته د برطانوي اخبار روزنامه ګارډين شه سرخي هم راياده شوه
    Peshawar Sky Weep When Khans loose Their Baacha
    یعني د خانانو د باچا په وفات د پېښور اسمان اوژږل
    What can you do to promote world peace? Go home and love your family. Mother Theresa

  2. #2
    Join Date
    May 2006
    Location
    PakhtunLand
    Posts
    2,208

    Default

    بې نومه کسان دوه ځايونو کښې وي، په جېل کښې په نمبر ياديري او يا چې په جنګ کښې غلامان شي نو په مهذبه ژبه کښې ورته جنګي قېديان وائي
    مونږ د پاکستان په جېل کښې نوم اوګټلو، قام پرست او جمهوريت پسندو ته ددې کرېډټ نه ورکول به زياتے وي خو خبره صرف د نوم وه څه؟ او نور بس
    شمکي کاکا او املي کاکا ته شمکے او املے ووئېلے شو، نور هغه زوړ ملا او زړې تراویخ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ په سوات کښې يو متل دے چې ستوان پوکل او شپېلئ وهل يو ځائې نه کيږي

    چې نوم به د باچا خان استعمالوو او فلسفه به د هغۀ وي، سياست به ولي خان بابا وي خو کردارونه او د عمل پابنديانې به نه وي۔
    دا به يو ګناه کبيره وي او تاريخي جرم به وي، د قام او خاورې عظمت لوټل به وي
    What can you do to promote world peace? Go home and love your family. Mother Theresa

  3. #3
    Join Date
    May 2006
    Location
    PakhtunLand
    Posts
    2,208

    Default

    زه تپوس کووم او د خلې د ماتېدو امن هم نه غواړم
    دا خاموش اکثريت پښتنه کوي
    ايا ددې مسائلو د حل لپاره د څۀ وسائلو ضرورت وو سېوا ددې نه چې د حرص او خود غرضۍ خلۀ دې بنده کړل شي؟
    غريبي دومره سړے نه خرابۍ څومره چې بې حسي ترېنه جامې اوباسي

    اختصار ئې دادے
    دا چې مشران اومني دا چې دا موقعه د حکمرانۍ نه ده، د نامکمله مشن د تکميل ده
    ګوند کښې دننه يو احتسابي عمل شورو شي
    هر چارواک دې عوامو ته جوابده وي
    د ازادئ د شهيدانو ، قربانۍ ورکوونکو د پسماندګانو لپاره يو جدا وزارت وي
    تعليم په خپله ژبه وي
    د باچا خان فکر له ودۀ ورکول کيږي
    What can you do to promote world peace? Go home and love your family. Mother Theresa

Thread Information

Users Browsing this Thread

There are currently 1 users browsing this thread. (0 members and 1 guests)

     

Bookmarks

Posting Permissions

  • You may not post new threads
  • You may not post replies
  • You may not post attachments
  • You may not edit your posts