یاره، دې غزل سره مو ماته خپل دیرش کلنے زوړ غزل رایاد کړو، ما هم داسې څو څیزونه لیکلی وو، بیا وروستو راته پته اولګېدۀ چې شاعری ډېر د زړه زور غواړی او په شواخون سره کیږی
لکه یو څو بنده درته لیکم چې هغه وخت ما لیکلی وو
چې زړه مې اونسو شینکے
تا رانه اوخوړو لوټکے
خوا له دې راغلم نغری له
تا راته پرېښودو کټکے
ځما شوه مینه رابرسېره
اوس ئې په څو ډګرئۍ خوټکے
بیا مې ورسره وروستو یو بند بل هم زیات کړے وه
چې خامخا تلې سعودی ته
اوچتوې به اوس ټاټکے
اصل کښې غزل دے که نظم، اوس خلق تمه لری چې په دې کښې به څه پېغام خامخا وی۔ دا د غنی خان او اجمل بابا برکت وه چې دوئی خلق د سترګو او زلفو د صفت نه راواړول او داسې موضوګانې ئی ورته کېښودلې چې اوس که هر پښتون، که هغه شاعر وی، که نه وی، که پوهیږی او که نه، خو د اورېدلو ذوق ئې ډېر اوچت دے، هم هغه شانې لکه چې خپله خو پښتانۀ څه خاص ټی وی چېنل نه شی پرانستلے یا نشی چلولے ولې د کتلو سټېنډرډ ئې ډېر اوچت دے




Reply With Quote


Bookmarks