د شیر شاه سوری څو قصې
د شیرشاه او د بهلول خبري اورم چی په هند کی پښتانه وو پاچهان
شپږ اووه پیړۍ یې هسی پاچاهی وه چی په دوی پوری درست خلک وو حیران
( خوشحال خان خټک )
[ یادوَنه : نن د لوی واکمن شیر شاه سوری د مړینی ۴۶۵مه کالیزه ده ، او په همدې مناسبت د دغه مدبر افغان د لیاقت ، صداقت او افغانیت څو بیلګې وړاندی کوم . ( ن . صمد ) ]
لکه د خوشحال بابا د پورتني بیت څخه چی ښکاری ، پښتانه په هند کی څو پیړۍ اوسیدلي او پاچاهۍ یې کړي دي ، که هغه غوریان وو یا خلجیان او که لودیان وو یا سوریان . په شپاړسمه پیړۍ کی چی کله د ډیلی سلطنت سلطان بهلول لودی ته په لاس ورغی ، نو د نورو سیمه ییزو واکمانو د کینې او جګړې سره مخامخ سو .
د جونپور واکمني د محمود په اختیار کی وه ، د مالوه په سیمه کی محمود خلجی واکمن و ، په ګجرات کی د قطب الدین واکمنی وه ، په دکن کی د علاالدین احمد شاه واک چلېدﺉ ، په کشمیر کی هم زین العابدین واکمن و ، په بنګال کی ناصرالدین محمود ، په تهته ( سِند ) کی جام سنجر او په مُلتان کی هم شیخ یوسف واکمني کوله .
خو دا چی د ډیلی واکمن سلطان بهلول لودی و ، نو دغو ټولو د هغه سره د ډغرو او مقابلې جرأت نه درلود ، لاکن بیا هم هغوی د ده په وړاندی یو ضمنی تهدید او آینده چلنج ګڼل کېدﺉ . لکه څنګه چی یو ځل د ده په غیاب کی ( چی مُلتان ته د شیخ یوسف د مرستی لپاره ورغلی و ) د جونپور مشر سلطان محمود ډیلیً کلابند کړ . په نتیجه کی سلطان بهلول د خپل دولت غټان او مشران د سلا مشورې لپاره را وغوښتل او هغوی هم د راتلونکي بېغمۍ په خاطر مشوره ورکړه چی لوی واکمن دې په روه ( پښتونخوا ) کی د هر ټبر مشرانو ته فرمانونه ولیږی او ګڼ شمیر پښتانه دې په هند کی د استوګنی او زیاتو جاګیرونو ( جایدادونو ) او نورو امتیازاتو لپاره راوبولی تر څو د لوی واکمن په پلوۍ خدمت وکړي او دلته د پښتنو واک هم ډاډمن او تلپاته سی .
دغه مشوره د سلطان بهلول خوښه سوه او د پښتنو د هر قوم سردار ته یې فرمان ولیږﺉ . « د دغو فرمانونو په رسېدو سره د روه پښتانه د میږیو او ملخو په څیر را روان سول او د ستر واکمن بهلول خدمت ته یې ځانونه راورسول . »
په دې لړ کی د شیر خان سوری نیکه چی ابراهیم نومېدﺉ د خپل زوی میا حسن سره ( چی د شیر خان پلار و ) د افغانستان د ژغری څخه هند ته ورغی او هلته د متهی خان سور داود شاه خېل سره نوکر سو او وروسته د جمال خان سارنګ خانی سره ملازم سو او هغه هم په نارنول کی ډیر جایداد ورکړ . ( ژغره یوه ټوټه مځکه ده چی د سلېمان له غره راوتلې او د ګومل پر ژۍ د شپږ یا اوو کروهو په اوږدوالي پرته ده .) د شیر خان نیکه ابراهیم هند ته له تګ نه مخکی د غزنی د سیمی او هند تر منځ د آسونو تجارت کاوه . د ده زوی ( میا حسن ) د سلطان سکندر لودی په پوځی خدمت کی ځان شامل کړ او د بیهار په سهسرام کی جاګیر ( جایداد او مځکی ) ورکول سوې . دا سیمه دوی ته ځکه آشنا وه چی د خلجیانو بختیار درې سوه کاله مخکی د محمد غوری په زمانه کی دلته میشته سوی و .
حسن خان دوې ماینې لرلې چی لومړنۍ یې خپله پښتنه وه او دوهمه یې هم هندوستانۍ مینځه وه . د افغانی مېرمني څخه یې دوه زامن پیدا سول چی مشر یې فرید او کشر یې هم نظام نومېدﺉ . د دوهمی یعنی هندۍ میرمنی څخه یې شپږ زامن پیدا سول چی له هغوی نه یې سلېمان او احمد د خپلو ناسکه وروڼو سره سیالي او مخالفت کاوه . فرید ( یعنی شیر خان ) هغه مهال وزوکېد چی حسن خان په سهسرام کی اوسېدﺉ . د فرید خان د ولادت په هکله یو په زړه پوری روایت دا دی چی کله د ده مور حامله وه نو یوه شپه یې خوب ولیدﺉ چی د آسمان څخه سپوږمۍ برابر د دې په غیږ کی راولویږی . دا د دغه حیرانونکي او هیبت ناکه خوب د لیدلو له امله یو دم را وپاڅېده او خپل میړه حسن خان یې را ویښ کړ او ټول خوب یې ورته ووایه . حسن خان چی ډیر متدین او ځیرک انسان و ، د دې خوب په تعبیر وپوهېدﺉ او بېله ځنډه را ولاړ سو او خپله میرمن یې څو دُرې ( چلاخی ) ووهله . ماندینې چی یې دا ناوړه غبرګون ولید نو پوښتنه یې ورڅخه وکړه چی ولی می ناحقه وهې ؟ حسن په ځواب کی ورته وویل چی ما د پوهانو او بزرګانو څخه اورېدلي چی که څوک دغسی ښه خوب ووینی نو باید چی د بیرته بیدېدو موقع ورنکړه سی ، مبادا چی د خوب غلبه د دې ښه خوب لیدلو نتیجه ور باطله نکړی . ما ځکه ته ووهلې چی د دې تکلیف او درد له امله بیرته خوب در نه سی او موږ د هغه د ښه انجام څخه ګټمن سو .
په هر حال ، فرید خان په ۸۷۸ هجری قمری ( ۱۴۷۳ میلادی ) کال کی د بیهار په سهسرام کی وزوکېد چی د مشر اولاد په حیث پر خپل پلار ډېر ګران و . دا لا څه ، فرید له هماغه کوچنیوالی څخه ډیر ذهین ، ځیرک او پوه هلک و چی د هر چا په زړه کی به یې ژر ځای نیوﺉ .
یو روایت دی چی وایی کله فرید کوچنی هلک و نو د کوچنیانو د عامی قاعدې مطابق یې یوه ورځ شوخي کوله او پلار یې په تنګ کړ او کوم شی یې ورڅخه غوښت . دا مهال ناڅاپه یو ملنګ یا دروېش پر لاره تېرېدﺉ . هغه چی کله د هلک دا نارې او زارۍ ولیدې ، نو په خندا سو او داسی یې وویل : « د خدای هم څه حکمت او کمال دی ، د هندوستان پاچا د یو دومره کوچني شي لپاره ژاړی او زارۍ کوی . » په دې خبره سره د فرید پلار میا حسن هېښ پېښ سو ، یو ځل یې خپل زوی او بیا یې هم هغه ملنګ ته په ځیر ځیر وکتل .
Bookmarks