میلي پخلاینه د دوښمن ماتیې
2010-04-03
د اولسمشر کرزي د بیا ټاکل کېدلؤ، په پښتونخوا کښې د اوامي نېشنل ګوند د ټاکنې او د ښاغلي مامود خان اڅګزي په مشرۍ کښې د یوۀ خورا پرتمین او زړوَر میلي سیاست په پایله کښې د ډېر اوږده مهال له تشې او ځنډ وروسته پښتانه په لومړي ځل داسي انګېري چي دوی داسي مشران لري چي هم د میلت په ستونزؤ پوهیږي، او هم درې واړه په خپل منځ کښې څۀ نا څۀ یوۀ بل ته غوږ نیسي او پر هر څۀ سربېره درې واړؤ په زبات رسولې ده چي غال نۀ خوښوي بلکې په هیواد کښې رؤغه جؤړه غواړي.
خو له بده مرغه کؤرني او بهرني دوښمن هم په دې پوره پوره پوهېږي نؤ ځکه خو یې تر ننه پوري یوه ګړۍ په ارام نۀ دی کښېنستلی. زموږ سوګند خوړلی دوښمن په لاهور او پینډۍ کښې نن هم د پخوا په شان د پښتنؤ د بربادۍ تابیا نیسي. هغه نۀ غواړي چي په کابل کښې دي د کرزي سرکار ټینګ او بسیا شي او نۀ دا غواړي چي په پښتونخوا کښې دي د میلتپالان د اولس په چؤپړ کښې بریالي شي. پایله یې دا ده چي خپل ټؤل ترهګر یې د پښتنؤ په کلیؤ، بانډؤ او ښارونؤ د لېونؤ سپيؤ په شان ورهواله کړي دي. دا دوښمن هر هغۀ پښتون وژني چي په سر کښې یې ماغزه وي او هیواد پلؤرنې ته تیار نۀ وي. ورسره هر هغه ښؤونځي سوزوي چي د پښتنؤ ځوان کول پکښې د پؤهنې له رڼا سره بلدیږي. په دې کار سره دوښمن غواړي چي پښتون اولس کښې هم د سر لخوا وژنه وکوي او هم یې له لاندي خوا جرړې ووهي. او پاته اولس په خپل هیواد کښې داسي بېکوره او بې اؤره کي چي بروهلی او سروهلی ګرځي او ځان له د سر پنا په سوال غواړي مګر د ازادۍ چورت بېخي ورنه هېر وي.
دا خو زموږ د سوګند خوړلي دوښمن کیسه وه چي هم اوس ډېر پښتانه ورسره بلد دي او نړۍ پرې اګاه ده. مګر موږ د لوېدیځ او بیا په تېره د امریکې او اینګلستان په سیاست نۀ پوهیږي چي دوی د افغانستان په هکله غوره کړی دی. دغه دواړه هیوادونه له ډېره وخته راهیسي د افغان دولت له دریځ سره په ډغره او ټکر کښې دي. لومړی یې د اولسمشرۍ د ټاکنؤ په مهال د افغان دولت د کېس د کمولؤ هڅه وکوله او اوس بیا چي ښاغلي کرزي له ځینؤ تالیبانؤ او اسلامي ګوندی سره د رؤغې جؤړې او پخلاینې بهیر پیل کړی دی دوی بېخي ناارام شوي دي او هڅه کوي چي کله په یوه پلمه او کله بیا په بله پلمه د دغې پخلاینې مخنیوی کي. هغوی په دې کار سره خپل ناولی سیاست نؤر هم رسوا کوي او د افغانانؤ دا شک په باور بدلوي چي لوېدیځ په افغانستان کښې ارامي او د جنګ پای نۀ، بلکې جنګ او هغه هم یو اوږد جنګ غواړي. کنې د نړۍ د ۴۲ شتمنؤ هیوادونؤ په شتون کښې خو له ۸ کالؤ پسته افغانستان اوس باید سمسؤر او اباد هیواد وای.
کوم کار چي روسانؤ د خلک ډیموکراټیک ګوند له پښتنؤ مشرانؤ سره وکړؤ داسي ښکاري چي لوېدیځ هم هغه کار یو وار بیا له پښتنؤ سره لګیا دی کوي یې. ډېر ارمان دی چي د افغانستان په پارلیمان کښې ځینه غړي د بهرنیانؤ ته شپه او ورځ لاس په نامه ولاړ دي او هر ناز یې مني.
د پښتنؤ د مشرتابه درې واړؤ مرکزونؤ ته پکار ده چي خپل اولس ته په سپینه وینا وکوي. او هم له جنګي ډلؤ سره تماس ونیسي او هغوی ته باور ورکي چي جنګ نۀ بلکې پخلاینه او ارامي بهرنیان زموږ له هیواده وتلؤ ته اړ ایستلای شي. د اسلامي ګوند او د ځینؤ تالیبانؤ د پخلاینې اوسنی نوښت پکار ده چي په هیڅ نرخ هم ناکام نۀ شي. او هم د اسلامي ګوند او تالیبانؤ مشرانؤ ته پکار ده چي نؤر نؤ سوګند خوړلي دوښمن له منګولؤ ځانونه ازاد کي او هم هیواد وژغوري.
www.afghanjirga.net
Bookmarks