د مورنۍ ژبې په توګه دپښتو يادونه وشوه by Sam-andwall
sam-andwall
د مورنۍ ژبې په توګه دپښتو يادونه وشوه
ماشا الله !ماشاالله!
ښه شوه چې نن سبا د لر پښتون سره هم د خبلې ژبې خيال پيدا شو، الله دې ورته توفيق ورکړي چې د بښتو له پاره خبل غږ نور هم پورته کړي، پرېنږدي چې دا ولوله سړه شي او بښتو تر بل کاله پورې هيره کړي،
پس دې پښتو ډيره هيره شوې او ډير غفلت مو کړی، نور يوه شيبه غفلت هم نه دی پکار! ځکه چې موقع بايد له لاسه ورنکړو او د بښتو ؟بې حق وغواړو . حق هغه شی دی چې ورکول کيږي نه خو اخيستل کيږي
او هغه څوک چې خبل حق غوښتلی او اخيستلی نشي هغه ته رښتيا هم هيڅکله حق نه ورکول کيږي! باچا څان له انګريز څخه دبښتو حق غوښته، خو د هغه ځامنو له اسلام اباد څخه ونه غوښت ، ددې پرځای يې اردو ورسره
په وفاقي توګه ومنله، ولې په سيمه ييز ه توګه يې د پښتونخوا له پاره د پښتو رسميت ونه غوښت، آيا دا د پښتو او بښتنو سره ډيره جفا نه ده ؟؟؟؟؟؟
تاسې وګورئ چې سندي ژبه دسند له پاره څه وخت راهيسې قومي ژبه ده ، هلته ماشومان په سکولونو کې، چارواکي په دفترونو کې، ليکوالان په مطبوعاتو کې ، ژورنالستان په اخبارونو کې ټوزل د مخه خبله سيمه ييزه سندي ژبه کاروي، ولې پښتانه ولې په خبله خوږه پښتونخوا کې خوږه پښتو ونه کاروي؟؟؟؟؟
ه اردو او انګليس څخه يواځې انګليسي کافي ده چې بښتانه يې په وفاقي مسايلو او کې لوړو تحصيلاتو له پاره وکاروي او بس! بايد پښتانه د خپلې مورنۍ قامي ژبې په ارژشښت پوه شي او پوه کړی شي چې پښتون په پښتو ژوندی دی ، په بښتو سړی دی او د سړی په توګه په سړو کې او د قام په توګه په قامونو کې
په پښتو حساب دی، که پښتو نهوي، پښتون نشته او که پښتو وي او پرمختګ هم کوي نو هله پښتون د قام په توګه شته او پرمختګ هم کوي او له پښتو برته چې په کومه ژبه خبرې ليک لوست او رسمايت ، دفتر سکول او مطبوعات لري، د مغې ژبې د ويونکو او رامنځته کونکو پورې تړاو لري،
په اردو او پنجابي پنجابی دی، په سندي سندي دی، په کشميري کشميری او په پښتو پښتون دی. بايدوپوهيږو چې پښتون په پنجابي او اردو صرف پنجاپی کيږي نه، پلکې د هغه غلام ګرځي، په سياسي او کلتوري لحاذ د بل غلام کيږي . نو څه کول په کار دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
پکار خو همدغه دي چې د پښتو غږ د قومي ژبې په توګه بورته شوی بايد دا غوښتنه سړه نشي لږ تر لږه په هرو ٣ مياشتو کې د پښتو د محلي او سيمه ييز رسميت غوښتنه په مظاهرو، ميټينګونو ، لاريونونو او سيمينارونو توده وساتل شي او له زياتز نه زيات زمونږ سياسي مشران بايد دا غوښتنه ټينګه راونيسي او ټينګار برې وکړي!
و من الله التوفپق
چې پـښتو ته د پښتون سینه شی تـنګه ۰۰۰ موریې نه وای په هغئه غولاټي لنګه
که پښتو په پښتونخوا کې رسمي نکړي۰۰۰ خدایه دا مشران خطا کړې له ګـړنګه
Last edited by zar qurban; 02-26-2010 at 06:51 PM.
ا نګئ مل د څوک دے٠ ؟
د ټولو وروستو٠
There are currently 1 users browsing this thread. (0 members and 1 guests)
Bookmarks