ارواښاد محمد ګل مومند په «لنډکۍ پښتو» کښې وائ:
پښتو: پښتومنل، پښتو ويل، پښتوكول او پښتو چلول دي. پښتانه په پښتو سره پښتانه وه، ان په پښتو سره به پښتانه وي.
د ولس بېلوالى او نفاق په پښتو وركيږي، ځكه چې يووالى په پښتو سره راځي، پښتو ده چې له پښتنو نه يو كور، يوه كورنۍ، يو ټبر، يوه كوړمه، يو كهول، او يو ولس جوړوي.
پښتو د پښتنو د روح او ژوندانه ښكارندوى ده.
پښتو معنا ده.
ظلم او استبداد په پښتو وركېږي.
د دين، وطن، پښتو، او پښتنو خاين په پښتو څرګنديږي


Reply With Quote
Bookmarks