انتخابات به پاکستان نورهم بې ثباته کړي
تاند - وېره شته چې دپاکستتان (نني(د دوشنبې دورځې) انتخابات به داهيواد نورهم بې ثباته کړي .
دپاکستان پارلماني انتخابات دپخوانۍ صدراعظمې بېنظيربوټووژل کېدواودپروېزمشرف د ملګروپه ګټه په انتخاباتوکې په پراخه پيمانه د درغليودتورونوترسيوري لاندې راغلي دي .
که څه هم په دغوانتخاباتوکې دپاکستان دملي اوايالتي جرګو لپاره استازي غوره کېږي چې په نتيجه کې يې د پارلمان اکثريت ګوند صدراعظم غوره کوي خوکه دمشرف مخالف ګوندونه په سلوکې شپږشپېته پارلماني چوکۍ وګټي ،کېداى شي دولسمشراعتمادسلب کړي .
له بلې خوا پيلپزګوندخبردارى ورکړى چې که په انتخابات کې درغلي وشوه نوکوڅو ته به راووځي اواحتجاجونوبه وکړي چې دډېروڅارونکوپه ګومان په وجا به يې پاکستان په لا بې ثپاتۍ کې کښېوزي.
دپاکستان بې ثباتي له دې نظره هم دنړيوالولپاره داندېښنې وړ ده چې دا هيواداتومي وسله لري اوله بلې خوا سخت دريځي پکې ډېرفعال دي .پاکستاني ژورناليست شفقت محمود وايي له همدې امله دپاکستان انتخابات خورا مهم دي اوورسره دولسمشرمشرف راتلونکى برخليک ټاکل کېږي .
هغه فرانس پريس آژانس ته وويل که دانتخاباتونتيجه هرډول وي ،ماته داسې ښکاري چې دمشرف لپاره راتلونکى وخت به مشکله اودبې ثباتۍ مرحله وي.
په دې اوونۍ کې په زرګونوپاکستاني پوځيان ترانتخاباتومخکې دامنيت ساتنې لپاره سړکونوته راووتل چې دپاکستان ددولتي ادارو اود رايو د شاوخوا څلورشپېته زره حوزو ساتنه وکړي .
حکومت ويلي دي چې درېمه برخه حوزې له امنيتي نظره حساسې دي .
دپاکستان بې ثباتۍ په امريکا اونورولوېديځوهيوادونوکې دپاکستان له قبايلي سيموڅخه افغانستان ته دالقاعده اوطالبانوداوښتودمخنيوي لپاره دپروېزمشرف د وړتيا په وړاندې اندېښنې زياتې شوې دي.
مشرف دپنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې انتخابات به ازاداومنصفانه وي اوپه سوله ييزه فضا کې به ترسره شي .هغه په انتخاباتوکې ددرغلۍ داحتمال په باب دخپلومخالفانوتورونه هم ردکړل خو ورسره جوخت يې ويلي دي چې که چا دانتخاباتو نتيجې ونه منلې اودهغوپرضديې اعتراضونه وکړل ،دى به يې ونه زغمي.
Bookmarks