PDA

View Full Version : "Torch for peace' screens in Kabul

sakraan
01-25-2010, 07:58 AM
د خدای بښلي فخر افغان باچا خان (خان عبدالغفار خان) په ژوند او اند جوړ شوی مستند فيلم نن کابل کې نندارې ته وړاندې شو، چې ډېرو هیوادوالو او بهرني میلمنو يي ننداره وکړه.

فیلم د ملي رادیو تلویزیون په تالار کې نندارې ته وړاندې شو. د فیلم نندارې ته د پښتو ادب لیکوالان، فرهنګیان او د اطلاعاتو او کلتور وزیر مخدوم رهین هم راغلي وو، رهين د هیواد مشر حامد کرزي پیغام ولوست او او ژمنه يي وکړه چې په راروان دوبي کې به د فخر افغان په اړه په کابل کې نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

د يادونې وړ ده چې د جنوري ۲۰مه نېټه د باچا خان د رحلت سره سمون خوري.

فيلم کاناډایي ډایرکټرې ټيري مکلوهان د ۲۱ کالو خوارۍ په نتيجه کې جوړ کړی دی او پخوا په نيويارک او د منځني ختيځ د نړيوال فيلم فيستوال په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شوی دی.

فيلم د منځني ختيځ د نړيوال فيلم په فيستوال کې د بهترين مستند فيلم جايزه هم ګټلې ده. د فيلم پوره نوم (د سرحد ګاندي: باچا خان، د سولې یو مشال) او ګټلې جايزه يي (دتورې ملغلرې جايزه) نومېده.

اغلې ټېري د پنځو ارزښتمنو کتابونو لیکواله هم ده چې پر بېلا بېلو کلتورونو او فرهنګي ارزښتونو يي لیکلي دي.
د فیلم د وړاندې کولو چارې د افغانستان د سيمه يیزو مطالعاتو مرکز او کاناډا سفارت په غاړه اخستې وې.

Abdali
01-25-2010, 04:22 PM

Sakraan Wrora.....Any idea of where else this film is going to be shown next?

sakraan
01-26-2010, 08:41 AM
ياره ابدالي ! پۀ ټول عمر کښې دوه ځله سينيما ته تللے ېم يو ځل دې دپاره , چې که چا ته مې وئېل چې سينيما بد ځائ دې نو دا به بيا ورته نۀ وائم چې چا نه مې اورېدلي دي. او دوئم ځل چا ملګري سره تللے وم
صرف د پښتو موسېقۍ سخت شوقېن يم لۀ يو عېسائي نه مې زده کړه هم کوله خو مولا دې چېنجن کړي ټوله مېاشت ئې پۀ "سا--رې--ګا--ما--پا--دها--ني--سا----سا--ني--دها--پا--ما--ګا--رې--سا" باندې را باندې تېره کړه.
او فلمونه خو نۀ دي راته معلوم , دا د باچاخان فلم پۀ حقله مې بل ويب کښې وکتل.

Abdali
01-26-2010, 12:30 PM

Sakraan, Manana wrora; LOL....Nin saba kho film katho da para cinema the thug zaroorat nishta....pa mobile phone am kathae Shay.:icon_biggrin:

sakraan
01-26-2010, 12:38 PM
Wallah ka mobile yaa computer laram.