MandoKhail
08-25-2009, 01:14 AM
د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټرنجیب الله د مړینې د څرنګوالي په اړه د رزاق مامون په لیکنه د دوهم ټوک کتاب په زرګونو نخسې د کابل بازارونو ته را ووتي.
ډاکټرنجیب الله په کال ۱۳۷۵ کې کله چې طالبان کابل ته راغلل د ملګرو ملتونو له میلمستون څخه وایستل شو او له خپل ورور شاه پور احمدزي سره یو ځای د آریانا په څلور لاري کې غرغره شو.
د ډاکټرنجیب الله دغه سیاسي قتل په کور دننه او له هیواد څخه بهر د زرګونو تنو غبرګونونه را وپارول او دغه کار په نړیواله کچه وغندل شو.
که څه هم تر اوسه نه ده څرګنده چې ډاکټرنجیب الله او د هغه وررو شاه پور احمدزی د کوم طالب قوماندان په مستقیم دستور وژل شوي خو یوه افغان ژورنالیست رزاق مامون ادعا کوي چې دغه قضیه یې په د قت سره تعقیب کړي او په دوو کتابونو کې یې یو په بل پسې خپره کړې ده.
http://www.benawa.com/details.php?id=28659