Baz Khan
06-14-2009, 01:33 AM
جنرال دوستم ته بېرته خپله دنده ورکړل شوه
کمال الدين رنځور
10.06.2009 10:41
ولسمشر کرزي د افغان دولت هغه حکم چې عبدالرشيد دوستم یې د (درستيزوال) له دندې تېر کال ګوښه کړی و لغوه کړی او دوستم یې بېرته په دنده ګمارلی دی.
تېر کال دوستم د ترکتبارانو د شورامشر او خپل رقيب اکبربای په کور بريد وکړ او د هغه کور د ښځو له وهلو څخه وروسته یې د شېرپور سيمې ته وتښتاوه. وروسته پوليسو د کابل د شېرپور په سيمه کې د دوستم کور محاصره کړ او اکبربای یې ترېنه خلاص کړ.
د افغانستان لویې څارنوالۍ د دې پېښې له پېښېدو وروسته د دوستم د نيول امر کړی و خو دا امر هيڅکه عملي جامه وانه غوسته او دوستم تر ننه ازاد ګرځېده. خو اوس ولسمشر کرزي دا امر هم له منځه یووړ.
ښکاري چې ولسمشر کرزي په راتلونکو ټولټاکنو کې د دوستم او د هغه د پلويانو خوښولو په موخه دا کار کړی وي. د دوستم رقيب اکبربای هم په راتلونکو ټولټاکنو کې د کرزي سره په مقابله کې ولسمشرۍ ته کانديد دی.
ولسمشر کرزي په دې لنډو وختونو کې یو شمېر ګمارنې او امتيازات ورکول پيل کړي دي تر څو خپل رقيبان او بېلابېلې ډلې په راتلونکو ټولټاکنو په دې راضي کړي چې ورته رایې ورکړې.
شنونکي دا کار له واک څخه ناوړه ګټه اخيستنه بولي ځکه چې په ټولټاکنو کې نور کانديدان دا ډول واک نه لري چې ډلې ټپلې پرې راضي او خپلې کړي. دا ډول واک يواځې یو کانديد (ولسمشر کرزی) لري او په پراخه کچه یې کاروي.
له بلې خوا د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې که څه هم دوستم دا وخت په ترکيه کې مېشت دی، هغه ته اجازه شته دی چې له ترکيې بهر سفر وکړي. دې وزارت ويلي دي چې دوستم په ترکيه کې د علاج دپاره مېشت دی.
داسې ويل کېږي چې دوستم غواړي بېرته په افغانستان کې سیاسي ډګر ته راشي او ولسمشر کرزي ورته په راتلونکي کابينه د دندې ورکولو ژمنه کړې ده. داسې ښکاري چې د نوموړي د نيونې او بېرته د درستيزوال په دنده ګمارل سياسي ډګر ته د دوستم راوستلو پيل دی.
ترکان غواړي په افغانستان کې خپل پلويان پياوړي او خپل اغېز زيات کړي. د ترکيې د بهرنيو چارو نوی وزير احمد داوود اوغلو د دې پلوی دی چې ترکيه بايد نوره په کور دننه پاتې نه شي او بهر ته خپل اغېز او سياست وغزوي. نوموړي په دې باور دی چې ترکيه بايد په هر ځاي کې چې ترک نژاده وګړي اوسي خپل اغېز وساتي او برلاسی ولري.
دوستم پخوانی کمونيست جنرال او د کمونستانو د دورې پاتې شونی دی. نوموړي د ګلم جمو په نامه ملېشه لرله چې د کورنۍ جګړې په مهال یې بې رحمانه وژنې کولې. دوستم او مليشې یې په انساني ضد جرمونو تورن دي.
د دوستم ګوند (جنبش ملي) په راتلونکو ټولټاکنو کې له ولسمشري کرزي څخه ملاتړ اعلان کړی و.
source tolafghan