Baz Khan
05-10-2009, 03:45 AM
یونامااوایساف پښتنوژورنالیستانوسره په شمال کي جفا کوي
که څه هم په افغانستان کي دملگروملتونو څانگه او دایساف نړیوال ځواکونه دې هیواد ته ددیمکراسۍ دپلي کولولپاره افغانستان ته راغلي دي اما اوس دا را څرگنده سو چه هغوی فقد دقومونو تر منځه د بیلوالي هڅي کوي اوددې کارنه سیاسي هداف ترلاسه کوي.
داډلي پوهیږي چه پښتانه غلامۍ نه مني او دافغانستان تاریخ هم داڅرگنده کړې ده ،نو به همدي اساس هغوئ اوس نورقومونه چه معلوم تاریخ لری ځان سره یوځای کوي او د پښتنو پرخلاف ډول ډول دسیسې ئې پیل کړي دي چه ددې دسیسو له جملې نه هم یو دامسله ده چه هغوئ پښتنو خبریالانو سره د نور ژبو خبریالانو به پرتله بد چلند کوي.
هغوی داکار د دې لپاره کوي چه نړیوالو ته د پښتنو شتون په دې ملک کي کم ښکاره کړي مگر دا یو معلومه خبره ده چه پښتانه نه یواځی په جنوبي ولایاتو کی ډیرکي دی بلکي په شمال کي هم هغوی دافغانستان ډیر نفوذ جوړه وي نو داکار ددې سبب سوی دی چه هغوی لږ په غوسه سي .
په شمال کي په ټولیز ه ډول خبریالان پښتانه دي او داکار هرورځ د سیمیزو چار واکو لا پخوا ورته زړونه شنه کړي او د هیچ راز مصاحبه او مرکې ته د پښتنو سره نه حاضرېد ل ،مگر اوس دالړۍ یوناما او ایساف ته هم خپره شوه او هغوۍ هم د پښتنو ژورنالیستانو د روښانه حقیقتونو نه ډاریږي او خپلو غونډو ته ئې ددې لپاره نه خبروی چه هغوئ په واقیعت ډول حقیقت پسي ګرځي او مدام ئې په شمال کي د پخوانیو توپکسلارانو ظلمونه او جفاوی را څرگندي کړي دي .
په دې ولایاتو کي د ډیرورسنیو خبریالان پښتانه دی او مدام ئې هغه حقیقتونو را څرگند کړي دي چه هیچ چا ورته پام نه دی دئې یو څو بیلگي دي چه اوس ورته اشاره کوم .
دی ازادی د دري او پښتو برخو خبریالان ،طلوع ،شمشاد،پژواک خبری اژانس ،اشنا تلویزیون ،پرخه مجله ،بي بي سي ،وخت ،سلام وطندار،ستاره سحر رادیو ،آیساف رادیو او ورځپانه ،اروزو تلویزیون ،ای دبلیو پي ار خبریالان او د داسي نور زیاتو رسنیو خبریالان ټول پښتانه دي او دوی هغه خبرونه او رپوټونه مدام نشر کړیدي چه ددې توپک سالارانو زړونې ورته شنه کړدي .لکه د پولیس پیسې اخستل د سوالگرو نه ،په مزارکي د 400سو زره جریبه ځمکو غصبول ،په پښتنو باندي زور زیاتي او نور داسي خبرونه .
ددې مسایلو په پام کي نیول سره سیمه ایز چارواکي پښتانه مدام خپلو غونډه ته نه خبروي مگر هغوئ چه خپل وطن ،خلگو او خپلي دندي سره مینه لري داخبرونه سره له دې چه څوک ئې نه خبره وي مگر دئ ئې تر پوښښ لاندي نیولي دي .
مگر اوس داکار ایساف او یوناما هم را پیل کړیدی چه هغوئ هم پښتانه خپلو غونډو ته ددې لپاره نه خبروي چه په غونډو کي به بیا دپښتون پر ضد څه ویل سي .
پښتانه خبریالان ته په دې ورستیو کي د ایساف تر لسوپه زیاتو غونډو کي ورته بلنه نده ورکول شوې او ورسته چه هغوئ د ایساف دروازې ته ورغلي هم دي ورته د ننوتلو اجازه نده ورکړل شوې .
دا غونډو ته که څه نور دری ژبو اواوزبکو ته اجازه ورکول شوې ده اما یوازي پښتانه په لوی لاس ځیني محروم شوي دي .
د هغوئ استلال مدام دادئ چه یو شمیر خبریالان ور بلل سویدي مگر که و لیدل سي نو ټول پښتانه په ګوته ترې ایستل شوي دي او دری ژبو ته بلنه ورکړه شوې ده.اوکله چي پښتانه ژورنالستان دغونډو تالار ته ورځي نو نه پریښول کيږي خوبرعکس دري ژبي بریښول کیږي
دا یو وار نه دئ بلکې لسګونه ځله د ایساف دروازو کي داکار تر سر ه سوی دی .
د ایساف دروازه لا څه کوې چه یوناما هم دالړۍ پیل کړیده ددې دفتر دڅانگي د پرانستلو په غونډه کي ټول دري ژبو ژورنالیستانو ته موټر برابر سوی دی اما پښتنو ته وویل سو چه هغوئ که گډون کوي باید خپل موټرو کي سرپل ته راسي که نه نو یوناما دفتر په شمال کي د موتر دنشتون سره مخامخ دي اوس تاسو قضاوت اوکړئ چه ایا دا یوه جفا ده کنه چه ټول دری ژبو ته موټر ورکول کیږي اما پښتانه باید خپله راسي چه یوناما موټر نه لري.
په پای کي زه د پښتنو ژونالیستانو په استاز یتوب سره ټول د رسینو مشر انو ته دا ډآډ ورکووچه پښتانه دونه هم بې همیت ته ندي چه داکارونه به ئې مخه ډب کړي او مدام به د نور ژبو ژورنالستانو نه مخکي خبر نشروي او تور مخ به ئې دوئ ته پاتی سی .
benawa