PDA

View Full Version : پښتو ژبې ته یوازې پښتانه کولای شي رسمیت ور



Ghorzang
10-26-2006, 04:39 AM
پښتو ژبې ته یوازې پښتانه کولای شي رسمیت ورکړي

له دې سره سره چې پښتانه او پښتو ژبې د افغانستان ډېرکي خلک دي او له دې سره سره چې پښتو د افغانستان په تېرو قوانینو کې ملي او په اوسني اساسي قانون کې رسمي ژبه ده خو لکه د لمر په شان روښانه ده چې پښتو ژبه د خوارۍ او مرګ له خطرونو سره لاس او ګرېوان ده .زما په اند دا ټوله بدمرغي د همدغو پښتنو له لاسه ده .که ملامتیا په تېرو شاهانو او امیرانو اچوو نو هغوي هم پښتانه و او له بده مرغه ایران او هندوستان باندې د کښکرلېږلږ په پای کې موږ ته له نوموړو سیمو میلمانه راوستل او یا خو یې د کمونیزم له ډاره تښتیدلي ازبکان او دا نور دلته و کور او تذکرو خاوندانول .، او دا دی اوس یې پای ګورو چې نه یوازې زموږ د تفوسو ترکیب یې راویجاړ کړ چې اوس لا پښتو او پښتانه هم پردي ګڼي .اوس هم دا غمیزه روانه ده هېڅ پښتون وزیر ، معین ، عمومي ریس او یا مدیر او آمر یا په ولایاتو کې هېڅ پښتون والي ، قومندان او د دولتي ادارو عادي مامور هم خپل اوامر ، عریضې ، وړاندیزونه ، لیکنې او غوښتنې په پښتو نه لیکي .دوي ګوري چې هره ورځ پښتو له ښوونځیو او د ښار او دفتر له لوحو ورکیږي خو هېڅ ډول عکس العمل نه ښيي ..نه مشر لري ، نه لارښود او نه هم پلان او پروګزام..که موږ له غیر پښتنو ژبو نه پښتو ته د کار او خدمت هیله ولرو دا سمه خبره نه ده .دا خو ددې مانا لري چې بنګالي ژبې ته پښتانه کار وکړي او پښتانه دا کار نه کوي راځئ چې له کوچنیو کارونو یې راپیل کړو . خپل د واده ، کوژدې او یا د ختم او یاد فاتحې کارتونه او بلنلیکونه په پښتو ولیکو .راځئ د خپل دوکان او د خپلو خپلوانو د دوکانونو نومونه په پښتو ولیکو.،راځئ په خپل کور او خپلې سینما ، خپلې کافي ، او یا خپل موټر کې پښتو موسیقي رواج کړو ..راځئ که کوم غیر پښتون ته مو خپله خور او لور ور واده کړه او یا که مو خپل ورور او ځوی ته د کوم غیر پښتون لور واده کړه ، په کور او دوستۍ کې ورسره په پښتو چال چلند او خبرې وکړو .راځئ که پیسې لرو نو د یو پښتو ټلویزیون بندو بست وکړو ، یوه پښتو راډیو ولرو ، پښتو خپرونې ولرو .راځئ چې دا قوم او قوم بازي پرېږدو او موږ پښتانه یو بل د دې سیمې او هغې سیمې په نامه سره بېل نه کړو او د یو ( افغان ملت ) د جوړولو په ستر امر کې فعاله برخه واخلو .موږ ملت یو ، موږ هېواد او تاریخ لرو خو نوم زموږ ، تاریخ زموږ او د چا خبره واکداري مو بل کوي .دا خبره باید هېره نشي چې افغانستان د ټولو قامونو او ژبو کور دی موږ ټول افغانان یو، خو ملي هویت مو هم باید څرګند وي . ډېر پښتانه چې دلته اروپه ته په رسمي سفر راځي په دفترونو او ان له خپلو افغانانو سره پّ پښتو ویلو شرمیږي ؟ راځئ چې دا شرم لرې کړو او په پښتو ویلو او پښتو لیکلو وویاړو .له هر سیاسي او ټولنیز ، دغه راز له هر کلتوري یرغل سره په ګډه مبارزه وکړو .مصلحتونه او د مصلحتونو وخت لاړ ، دا د امېر شهید د وخت کیسې دي .هر چیرې په نره او د تاریخ په حواله له خپل حق څخه علمي ، پر ځای او سمه ننګه وکړو ..راځئ چې له همدې ورځې پښتانه سره و نه وېشو ،د مسلمان ، کافر ، ملحد ، اخواني ،لر او بر په نومونو یې سره جلا نه کړو .که موږ ولسمشر او پاچا ته په تمه یو دا نه کیږي ،اوس ملت خپله باید د خپلو رنځونو علاج وکړي .پښتو همدا موږ او تاسې پښتنو ته پاتې ده او دا یوازې پښتانه دي چې پښتو ژبې ته به رسمیت او عمومیت ورکوي

Amu aw Abaseen
11-25-2006, 10:11 PM
Dera khukulai khabara ye kARe da.

Da pashto khidmat oos da pa hakomatono nA sho pregday, kom che da pardo pa wena zamong la da rawan halato mutabiq paliciane joRawe.

da kar ba pashtanA pakhpala kawi, maslan che pA de hujra ke che koma khabara da tole naRai ta khayalo zarorat nA wi aw lawastunki ye sirf pashtanA wi, no bayad pA pashto woosi.